دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 160360
د ټاکنو د ملاتړ ډله په  ۲۰۱۸کال کې د پارلماني او ولسوالیو راتلونکو ټاکنو په اړه ګډه اعلامیه
د ټاکنیز سیستم په اړه اوږد مهاله اندیښنو ته زموږ پام دی. موږ منو چې د ټاکنیز سیستم پریکړه په بشپړه توګه د افغانستان خلکو پورې اړه لري او دا چاره باید له یوې هر اړخیزې، مشورتي، له طرز العمل او د اساسي قانون له لارښوونې سره په سمون کې، قانوني پروسې له لارې تر سره شي.

 له ټاکنو څخه د مهمو مرستندویه هیوادونو د سفیرانو د ملاتړ ډله – اروپایي ټولنه، د ډنمارک حکومت(د شمالي اروپا استازی)، جرمني، جاپان، بریتانیا، امریکا – همدارنګه ناټو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د مهالنیو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د افغان دولت د اساسي قانون مسؤلیتونه او د سیاسي قشر پیاوړې اراده په پام کې لري. د ټاکنو د ملاتړ ګروپ او نوره نړیواله ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان له ټاکنیزو ادارو څخه به د پر وخت، با اعتباره او هراړخیزو ټاکنو تر سره کولو په موخه ملاتړ کوي.
د ټاکنیز سیستم په اړه اوږد مهاله اندیښنو ته زموږ پام دی. موږ منو چې د ټاکنیز سیستم پریکړه په بشپړه توګه د افغانستان خلکو پورې اړه لري او دا چاره باید له یوې هر اړخیزې، مشورتي، له طرز العمل او د اساسي قانون له لارښوونې سره په سمون کې، قانوني پروسې له لارې تر سره شي. موږ د ټاکنو د تر سره کولو لپاره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اړتیا وړ تخنیکي اصلاحاتو ارزونه په پام
کې لرو، چې په سیستم کې یې د بدلون پر راوستلو تر سره کړې، په دې وخت کې له دې بدلون سره اړتیا ده چې پارلماني ټاکنې وځنډول شي او له  ۲۰۱۸کال څخه وروسته تر سره شي. د ټاکنو د ملاتړ ډلې تخنیکي کارپوهان هم همدې ډول پایلې ته رسیدلي چې د وخت په دې پړاو کې د ټاکنیز سیستم بدلون به پارلماني او د ولسوالیو ټاکنې له  ۲۰۱۸کال وروسته وځنډوي.
نړیواله ټولنه د اصلاحاتو په لور د پرمختګ له امله هڅیدلې لکه د رایې په مرکزونو کې د رایه ورکوونکو نوملیکنه چې کولای شي په ټاکنیز بهیر کې د درغلي مخه ونیسي او روڼتیا پیاوړې کړي. موږ جدي هڅو ته سترګې په لاریو تر څو له محدودیت پرته د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې او چمتوالي بهیر ډاډمن او په  ۲۰۱۸کال کې په ټاکلي وخت تر سره شي. ټاکنې د افغانانو تر مالکیت لاندې یوه ملي پروسه ده چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د بنسټونو په ګډون ټول ښکیل اړخونه په دې برخه کې همکار دي. له همدې امله موږ ټولې ډلې او غورځنګونه، مدني ټولنه او دولتي ارګانونه هڅوو، تر څو د ټاکنو د مدیریتي بنسټونو څخه د بریالیو ټاکنو په ترسره کولو کې ملاتړ وکړي. د هر اړخیزو با اعتباره پر وخت ټاکنو تر سره کول د سیاسي ثبات او همدارنګه د سولې د بهیر پرمختګ لپاره اړین دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0gb8grhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته