کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د طالبانو خبرداري: د کابل بریښنا به قطع کړو

29 حوت 1396 ساعت 9:16

طالبانو ډله خبرداری ورکړي چی که کندز او بغلان کې هغوی تر اداری لاندی سیمو ته بریښنا وصل نه شی، د کابل بریښنا به قطع کړی.




د آوا په ګزارش سره، دا ډله ویلی دی چی که طالبانو اداری لاندی سیمو کې پراختیایی او بهداشتی برنامي په متوازن توګه د حکومت له لوری اجرا نه شی، حکومت به د ډیرو مشکلاتو سره مخ کړی.
بریښنا شرکت آریانا نیوز ته وایی چی طالبانو د بریښنا دوه پایه د قندوز-بغلان په لاره کې له منځه وړي چی د کابل او بغلان ځینو سیمو د بریښنا قطع کیدو لامل ګرځیدلی دی.
د طالبانو دا خبرداری د پلازمینی د اوسیدونکو غبرګون سره هم مخ شوی. هغوی ټینګار کوی چی طالبان باید د جنګ قوانین رعایت کړی ، بیله هغه، د اوسیدونکو څخه ژوند لمړیو اړتیا اخیستنه به ددی ډلې په وړاندی د خلګو نفرت ډیر کړی.
مخکې د بریښنا شرکت ویلی وو چی طالبان خپل داری لاندی سیمو کې خلګو څخه بریښنا صرفیه ټولوی او د همدی لاری څخه په میلیونونو افغانی ترلاسه کوی.
 
 


د مطلب کود: 160377

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160377/د-طالبانو-خبرداري-کابل-بریښنا-قطع-کړو

آوا
  https://www.avapress.com