د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا ډله ویلی دی چی که طالبانو اداری لاندی سیمو کې پراختیایی او بهداشتی برنامي په متوازن توګه د حکومت له لوری اجرا نه شی، حکومت به د ډیرو مشکلاتو سره مخ کړی.
بریښنا شرکت آریانا نیوز ته وایی چی طالبانو د بریښنا دوه پایه د قندوز-بغلان په لاره کې له منځه وړي چی د کابل او بغلان ځینو سیمو د بریښنا قطع کیدو لامل ګرځیدلی دی.
د طالبانو دا خبرداری د پلازمینی د اوسیدونکو غبرګون سره هم مخ شوی. هغوی ټینګار کوی چی طالبان باید د جنګ قوانین رعایت کړی ، بیله هغه، د اوسیدونکو څخه ژوند لمړیو اړتیا اخیستنه به ددی ډلې په وړاندی د خلګو نفرت ډیر کړی.
مخکې د بریښنا شرکت ویلی وو چی طالبان خپل داری لاندی سیمو کې خلګو څخه بریښنا صرفیه ټولوی او د همدی لاری څخه په میلیونونو افغانی ترلاسه کوی.