په افغانستان کې د ځانګړو عملیاتو قطعه په یوه راپور کې لیکلي، چې د داعش دوه جګپوړي ډلمشران، عمیر او ابو سفایا، د مارچ په په ۱۶ مه نیټه د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د داعشیانو پر خلاف دغه عملیات د امریکا پوځ د هوایي برید په مرسته ترسره شوه چې په ترڅ کې یې ۱۳ داعش وسله ووژل شول.
د سرچینې په وینا، عمیر او ابو سفایا د افغانستان په شمال کې د بهرنیو وسله والو په جذبولو بوخت وه.
داعش ډله تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.