کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا لوی درستیز کابل ته راغلی

29 حوت 1396 ساعت 10:02

د امریکا پوځ مشر جوزف ډانفورډ د امریکا تازه تګلارې د څیړنې او د امریکايي سلاکارانو د کارونو ارزونې په پار کابل ته راغلی.


جنرال ډنفورډ د امریکا تازه تګلارې د څیړنې او د امریکايي سلاکارانو د کارنو ارزونې لپاره پرون د دوشنبې په ورځ کابل ته راغلی دی.
جوزف ډنفورډ همدارنګه د خپل سفر ځانګړې موخه په افغانستان کې امریکا پوځي ماموریت ګټورتیا یادوي.
جنرال ډنفورد وايي امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو کړنو په اړه واقعي ارزونه ولري څو پوه شي چې په راتلوونکي کې څه وکړي.


د مطلب کود: 160384

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160384/د-امریکا-لوی-درستیز-کابل-ته-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com