دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 160425
عطا له حکومت سره د ډېرو ستونزو له هواري خبر ورکړ
د بلخ والي عطا محمد نور نن(چهارشنبې د ۱۳۹۷ کال د وري پر لومړۍ) د نوي کال رارسيدو په ویاړ خپله وینا کې خبر ورکړ چې له حکومت سره یې ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.
نوموړي په بلخ کې اعلان وکړ چې وروسته له څو دور خبرو اترو وروسته پر یو شمېر مواردو هوکړې ته رسېدلې دي او د هېواد لوبو ملي ګټو ته په کتو به د حکومت او جمعیت ترمنځ نوې هوکړه لاسلیک شي.
نوموړي د خبرو اترو په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او مرکچي پلاوي له حوصلې درناوی وکړ.
خو نوموړي د بلخ ولایت څخه د لیري کېدو په اړه څه ونه ویل، ده څرګنده کړه چې د حکومت او جمعیت ترمنځ به هوکړه د یوه مهال ویش له مخې پلې شي.
کابو درې میاشتې مخکې ولسمشر د عطامحمدنور استعفا منظور او پر ځای یې انجینرمحمدداوود د بلخ د والي په توګه معرفي کړ خو ښاغلي نور خپله استعفا نه ده منلې او د بلخ د والي په توګه دندې ته دوام ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcdxz0fkyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته