دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 160437
د کابل ښار علي اباد روغتون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی
د کابل امنیتي چارواکي وايي، د ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د علي اباد روغتون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی دی.


د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر مجاهد بي بي سي ته وویل، ځانمرګی پلی و او غوښتل یې د کارت سخي زیارت ته ځان ورسوي چې په سیمه کې د پولیسو پلټنځیو له امله هدف ته له رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ور کړې ده.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د پېښې له امله ۳ کسان وژل شوي او ۹ ټپیان شوي دي.
د کابل علي اباد روغتون په جمال مېنه کې د کارته سخي زیارت سره څېرمه، چې معمولاً پکې د نوي کال مېله وي، پروت دی .
 
https://avapress.com/vdcgwz9quak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته