دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 160440
د کابل په ځانمرګي برید کې ۲۶ وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي
نن غرمه دولس بجې د کابل ښار په درییمه امنیتي حوزه کې یو ځانمرګي بریدګر د علي اباد روغتون سره نږدې په عمومي سړک د خلکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
 د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن غرمه دولس بجې د کابل ښار په درییمه امنیتي حوزه کې یو ځانمرګي بریدګر د علي اباد روغتون سره نږدې په عمومي سړک د خلکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې ۲۶ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي رحیمي وویل، د پیښې ټول قربانیان عام وګړي وو، چې د سخې زیارت ته روان وو.
د سخې زیارت د علي اباد روغتون سره نږدې پروت دی.
دمخه معلومات
د کابل پولیس وايی، نن د چهارشنبې په ورځ غرمه مهال شاوخوا دولس بجې د کابل ښار په درییمه امنیتي حوزه کې د کارته سخې زیارت سره نږدې د علي اباد روغتون مخې ته یو ځانمرګي برید کړی، چې له امله مرګ ژوبله هم پیښه شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې بریدګر پلی وو او د علي اباد روغتون مخې ته يې ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.
ښاغلي مجاهد وویل " بریدګر غوښتل چې د غونډې ځای ته ځان ورسوي، خو په سیمه کې د پولیسو د امنیتي پوستو د موجودیت له امله هغه ونشو کړی، چې هلته لاړ شي، نو د علي اباد روغتون مخې ته یې ځان والوزه".
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اویکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د برید له ځایه تراوسه دوه جسدونه او ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
خو سیمه ییزو رسنیو په برید کې د پیښ شوي سر زیان شمیر له دغه شمیر څخه زیات ښودلی دی.
د کابل د کارته سخې سیمه کې نن د نوي کال د رابره کیدو له امله په سلګونو خلک د سخې د جنډې د پورته کولو لپاره راټول شوي وو.
که څه جنډا د برید وړاندې پورته شوې وه، خو عیني شاهدانو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې لا هم په دغه سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه.
تراوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaywn6w49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته