دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 160454
بلخ نوی والي به نن معرفی کړل شي
بلخ سیمه ایز حکومتی چارواکې وایی چی محمد اسحاق رهګذر به نن د بلخ ولایت والي په حیث معرفی کړل شی.
 
د بلخ ولایت له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواک ادارې د وړاندېز او د جمهوري ریاست د منظوري پر اساس ښاغلي رهګذر د بلخ ولایت د نوی والي په توګه ټاکل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي رهګذر به نن د غرمې وروسته د یو مراسم په لړ کې سیمه ییزو چارواکو ته ور وپیژندل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور پرون وویل، چې جمعیت اسلامي او ملي یووالي حکومت مشرتابه د بلخ ولایت  سیاسي مشرتابې پر سر موافقې ته رسېدلي دي.
ښاغلي نور دا هم وویل، چې د بلخ ولایت د مشرتابې لپاره د درې کسانو نومونه وړاندېز کړی دی خو په دې اړه نور جزئایت ورنه کړل.
هغه زیاه کړه، چې د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ موافقې په اړه نور جزئیات به په نږدې راتلونکو کې اعلان شي.
ارګ ماڼی او عطا محمد نور ترمنځ د بلخ ولایت د سیمه ییز حکومت پر سر لانجې له څو میاشتو راهیسې دوام درلود.
 
https://avapress.com/vdcftxdyjw6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته