کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حنیف اتمر د افغانستان ملی امنیت سلاکار امریکا ته رسیدلی

3 حمل 1397 ساعت 15:40

د افغانستان ملی امنیت سلاکار دفتر په وینا، د افغانستان ملی امنیت سلاکار آلمان څخه دوه ورځنۍ سفر وروسته د پنجشنبی په ورځ امریکا ته رسیدلی دی.



د خبرپاڼې له مخې؛ ښاغلی اتمر به د امریکا متهده ایالاتو له عالي رتبه مقاماتو سره پر بېلابېلو موضوعاتو رسمي بحثونه او ناستې ولري.
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د جرمني د رسمي سفر په ترڅ کې د نوموړي هېواد د لومړۍ وزیرې د ملي امنیت سلاکار جان هېکر د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له لوړ پوړو مقاماتو سره په رسمي ناستو کې پر امنیتي، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې کړې دي.
جرمني چې تازه یې د نوي حکومت کابینې او پارلمان خپلې رسمي چارې پیل کړي له افغان دولت سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکارۍ د پاملرنې وړ دي.
 


د مطلب کود: 160490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160490/حنیف-اتمر-د-افغانستان-ملی-امنیت-سلاکار-امریکا-ته-رسیدلی

آوا
  https://www.avapress.com