دخپریدو نیټه :شنبه ۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 160524
د طالبانو لپاره امن سیمو رامنځته کولو لپاره حکمتیار غوښتنه او په وړاندی یی امرالله صالح غبرګون
امرالله صالح د حکتیار غوښتنې په وړاندی چی طالبانو لپاره امن سیمې رامنځته شی، غبرګون ښودلي.
 
امرالله صالح په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې حکمتیار د طالبانو لپاره د امن سیمو د رامنځته کولو په لټه کې دی. دا په دې معنی ده چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار غواړي د ډیورنډ کرښې محوطه د کابل تر دروازو پورې وغځوي.
ښاغلي صالح د حکومت او طالبانو له خوا د امن سیمو د مدیریت په اړه د ښاغلي حکمتیار د غوښتنې په هکله وویل، چې دغه موافقه د ګندمک موافقې به څېر وي، ځکه لومړنی ډیورنډ د ورته موافقې له امله رامنځته شوه.
 حزب اسلامي مشر نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل، چې د هغو طالبانو کورنیو لپاره یې د امن سیمې باید رامنځته شي چې د سولې په بهیر کې د ګډون لیوالتیا لري.
نوموړی دا هم وویل، چې د طالبانو لپاره سیاسي دفتر د هېواد دننه باید پرانیستل شي.
ښاغلي حکمتیار هغه راپورونه هم رد کړل، چې ګواکې ده طالبانو ته د ځینو ولایتونو د واک سپارنې وړاندیز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي حکمتیار له دې وړاندې هم د نیویارک ټایمز له ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال ویلي وو، چې د سولې هدف د ترلاسه کولو په موخه باید د افغانستان دننه د طالبانو لپاره د سولې د ولایتونو په نوم امن سیمې ایجادې شي.
https://avapress.com/vdcdxz0foyt09k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته