دخپریدو نیټه :شنبه ۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۹
د مطلب کود : 160525
ننګرهار کې چاڼییز عملیاتونو له امله داعشیانو ته درنه مرګژوبله
په ننګرهار کې سیمه ایز چارواکې وایی چی په بیلابیلو چاڼییز عملیاتونو کې لږترلږه ۱۶ تنو داعشیانو ته مرګژوبله اوښتي دی.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې په هسکه مینه او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د بېلابېلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ داعشیان او ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په مهتر خان ابا او اوغز سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې د دولس بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، همدا راز د ملي امنیت مؤظفینو د خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژلي او د دوی څخه یې درې میله وسلې،د ملي اردو یونیفورم او نور توکې هم د یادو ځواکونو لاسته ورغلي .
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د یادو عملیاتو پر مهال ۲ وسله وال طالبان او ۱۳ نور شکمن کسان هم نیول شوي،چې د مګړۍ ترې څېړنې جریان لري .
https://avapress.com/vdcew78znjh8pni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته