دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 160546
کابل کې چاودنه شوي
په پلازمېنه کابل کې امنیتی چارواکې وایی، د کابل په اتمه حوزه کې چاودنې له امله لږ ترلږه ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
 
د کورنیو چارو وزارت وایي، پیښه د چمن حضوري په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، پيشه د مقناطیسي د چاودنې له امله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یې درې تنه ټپیان شوي.
خو په اتمه امنیتي حوزه کې امنیتي سرچینې وایي، د چاودنې له امله چې د مظاره چیانو خیمې ته څېرمه رامنځته شوې، په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی او نهه نور ټپیا دي.
بلخوا د کابل د امنیه قومانداني ویاند بصیر مجاهد وایي، په دغه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او دیار لس نور ټپيان دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د پیښې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
https://avapress.com/vdchkvnz-23n-md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې