دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 160550
جوزجان کې ۹ تنه داعشیان د دوو بهرنیو په ګډون نیول شوي دی
د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د داعش څلور غړي نیول شوی او ددغی ډلې نهه غړو سره یو ازبکستانی او یو فرانسوۍ هم نیول شوي دي.
 
د جوزجان چارواکي وایي، د درزاب ولسوالۍ په مغل کلي کې د یوې فرانسوې ښځې په شمول نهه داعشیان نیول شوي او څلور نور وژل شوي دي.
د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوری وايي، په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او د سیمې خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
هغه زیاتوي؛ د دې ډلې یو کلیدي غړی په درزاب کې د سولې له بهیر سره هم یوځای شوی دی.
د جوزجان په درزاب ولسوالې کې له ډېرې مودې را په دیخوا داعش فعالیت پيل کړی او اوسیدونکي یې له حکومت غواړي، چې د دغې ډلې پروړاندې پوځي عملیات ترسره کړي.
https://avapress.com/vdccpxqsx2bqep8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته