دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 160559
د لومړي ځای لپاره د افغانستان او ویسټ‎انډيز کرکټ سیالي
د هېواد لوبډلې نړیوالو لوبو ته د شپږو غورو لوبډلو لارموندنې لوبو کې وتوانید چې خپله وروستۍ لوبه له ایرلند سره په بریا پای ته ورسوله
دا په داسې حال کې ده چې دواړه لوبډلې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د نړیوالو لوبو ته چې انګلستان کې به ترسره شي، لارموندلې ده.
ویل کېږي چې کابو دوه اوونۍ مخکې ویسټ‎انډيز د دې لوبو ګټونکې لوبډله بلل کېده، خو کله چې افغان کرکټ لوبډله وتوانیده په پیاوړې توګه شپږو غورو لوبډلو کې شامله شي، اوس له افغانستان سره د لومړي ځای اخیستو په موخه لوبه کوي.
دوه ورځې مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ایرلنډ لوبډلې ماتې ورکولو سره نړیوالو لوبو کې خپل ګډون پرېکند کړ.
د هېواد لوبډلې نړیوالو لوبو ته د شپږو غورو لوبډلو لارموندنې لوبو کې وتوانید چې خپله وروستۍ لوبه له ایرلند سره په بریا پای ته ورسوله.
افغان کرکټ لوبغاړو په دې لوبو کې له لوړو ژورو ډک سفر درلود.
د دوی لومړۍ ستونزه د لوبډل‎مشر، اصغر ستانکزي بستري کېدل وه چې لوبډله یې د کیپټان له خلا کې پرېښوده.
ښاغلی ستانکزی وروسته له لسو ورځو بیرته لوبډلې ته راغی او د لوبډلې مورال یې لوړ کړ.
د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت ۱۲ بجې پیل شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbsgb89rhb0sp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته