دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 160571
ارزګان کې وسله والو طالبانو او افغان پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
د ننګرهار او کونړ ولایتونو په مربوطاتو کې د بې پیلوټه الوتکو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه پنځه تنه داعش وسله وال وژل شوي.
په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د ده بالا ولسوالی اړوند په راغه کلي کې د داعشیانو پر مواضعو هوایي برید ترسره کړي چې په ترڅ کې درې تنه وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه برید کې د اسلامي دولت نومې ډلې یو وسله وال ټپي هم شوی دی.
د سیلاب قول اردو په وینا، د کونړ ولایت د چپه درې ولسوالی په مربوطاتو کې د ورته هوایي برید په ترڅ کې دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي.
د دولت ضد وسهل والې او ترهګرې ډلې د داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ننګرهار ولایت مقام پرون د یو بیان په نشرولو سره وویل، چې په هسکه مینه او خوږیاڼو ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د بېلابېلو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ داعشیان او ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هسکې مینې ولسوالۍ په مهتر خان ابا او اوغز سیمو کې د بې پیلوټه الوتکې په هوایي بریدونو کې د دولس بهرنیانو په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfexdyyw6dvta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته