خبرپاڼه زیاتوي، چې ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې ښارګوټي کې نن سهار شاوخوا نهه بجې په يوې لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنې له امله يو ملکي وګړی شهيد او درې ټپيان شول.
د لایت مقام په وینا، دغه ماين وسله والو مخالفينو ځای پر ځای کړی و او ټپيان د درلمنې په موخه د خوږياڼو روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.
په همدې حال کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د شیرزاد ولسوالی د دندونه په سیمه کې د خپل ماین د چاودنې له امله یوه طالبان وسله وال وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د سرچینې په وینا، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې وسله والو غوښتل په سیمه د سړک غاړې ماین ځای پر ځای کړي چې له امله یې د عبدالحکیم په نوم یو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د دولت ضد وسله والو او ترهګرې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.