د افغان غږ(افغان غږخبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی، په شهيدانو او تپيانو کې تر ډېره ملکي وګړي، چې ماشومان هم پکې دي شامل دي.
سرچینو زیاتوی، ترهګر غوښتل، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر سره يو ځای لوبغالي ته ننوزي، خو د تلاشي پوليسو پېژندلی او ډزې يې پرې پېل کړي، چې بېلاخېره بريدګر چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
په دغه خبر پانه کی راغلی دی، ددې وحشي بريد پر مهال پر ځاني زيان سربېره د شاوخوا کورونو ښېښې ماتې شوي او د لوبې د ننداره کوونکو شاوخوا ۱۶ موټرونه هم سخت تخريب شوي دي.
سرچنووایی، د هلمند والي حيات الله حيات، چې په يو رسمي سفر کې دی پر دې پېښې ژوره خواشيني ښودلې، دغه غېر انساني، غېر اسلامي او بشري ضد عمل يې په سختو ټکو غندلی او دا يې د ترهګرو کمزوري او د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول بللي دي.