دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 160626
بغلان کې طالبانو د بریښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې
تیره شپه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو د بریښنا یوه ستنه په بمونو الوزولې، چې له امله یې د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د بریښنا دغه ستنه تیره شپه څه باندې دوه بجې د دوشي ولسوالۍ په کیله‌ګي دشته کې په بمونو الوزول شوې ده.
ښاغلي نعمتي وویل "اوس زموږ خلک هلته لاس په کار دي، امیدواره یو چې تر ماښام پورې دغه کار ترسره شي او برق بیرته فعاله شي".
د بغلان والي زیاته کړه، چې له دې وړاندې د دغه ولایت د ډنډ د سیمې طالبانو ګواښ کړی وو، که ورته بریښنا ورنکړينو په ورانکارۍ به لاس پورې کړي.
د افغانستان د بریښنا شرکت مسولین وايي، چې په بغلان کې د تاجکستان او ازبکستان د وارداتي بریښنا د ستنې د ړنګیدو له امله، د کابل، پروان، ننګرهار، میدان وردګ او غزني ولایتونو بریښنا پرې شوې ده.
د بریښنا شرکت ویاند وحید‌الله توحیدي امریکا غم آشنا ته وویل، چې د دغې ستنې د بیا رغولو لپاره تخنیکي ډله سیمې ته رسیدلې ده.
ښاغلي توحیدي وویل "زموږ همکارانو خپل کار پیل کړی دی، هیله‌مند یو چې تر ماښامه پورې یې ورغوو او که و نه شو نو تر سبا پورې به انشاالله وشي".
د ښاغلي توحیدي پر وینا، د بریښنا دغه ستنه د کرکر سټیشن پورې تړلې ده، چې د ازبکستان او تاجکستان ۳۰۰ میګاواټه وارداتي بریښنا افغانستان ته انتقالوي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تیره اونۍ هم د کندز ښار په خواجه غلتان کلي کې، افغانستان د تاجکستان د وارداتي بریښنا دوه ستنې تخریب شوې وې، چې مسولیت یې وسله‌والو طالبانو منلی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxz9q3ak9334.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته