دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 160639
امریکا پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي
د امریکا د متحده ایالاتو حکومت پر ۷ پاکستاني شرکتونو بندیزونه لګولي دي.

روېټرز خبري اژانس نن دا خبر خپور کړی دی.
د روېټرز په حواله، د امریکا حکومت پر هغو شرکتونو بندیز لګولی چې د اټمي ټکنالوژۍ له تجارت سره د ارتباط له امله تر شک لاندې دي.
دا اقدام به د پاکستان هڅو ته زیان ورسوي چې غواړي د هغې نړیوالې ډلې غړی شي چې په نړۍ کې د اټمي وسلو پر سوداګرۍ کنټرول لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaewn6o49nii1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته