دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۲
د مطلب کود : 160650
د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکه پرانیستل شوه
د ښار او کور جوړونې وزارت اړوند د تیارو یا له مخکې د جوړ شوي (پیش ساخت) ساختماني موادو او قطعاتو د تولید فابریکه نن رسماً پرانیستل شوه.

دغه فابریکه نن د ولسمشر محمد اشرف غني او د ښار او کور جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري په حضور کې پرانیستل شوه.
د تیارو یا پیش ساخت ساختماني موادو د تولید فابریکه په ۱۳۴۱ کال کې جوړه او پرانیستل شوه او تر ۱۳۷۱ کال پورې یې فعالیت درلود خو د کورنیو جګړو له امله په دغه کال کې ویجاړ او وتړل شو.
د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو فابریکې د طرحې، ډيزاین او فعالولو قرارداد د ۱۳۹۵ د مرغومي په میاشت کې د کور او ښارجوړولو وزیر سیدسعادت منصور نادري او د ویفای بین المللي ودانیز شرکت د رئیس ارهان ګونر ترمنځ لاسلیک شو.
د افغان چارواکو په وینا، د مخکې جوړو ودانیزو توکو فابریکې په فعالولو سره به د ۱۲ میاشتو په اوږدو کې  ۳۰۰متره مکعبه  له مخکې جوړ ودانیز توکي د ښوونځیو، روغتونونو او نورو عام‌المنفعه تاسیساتو د جوړولو په خاطر تولید شي.
په همدې حال کې ښاغلي نادري د فابریکې د پرانیستې په مراسمو د وینا پر مهال وویل، چې دغه فابریکه په کال کې د یو میلیون متر مربع د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید وړتیاوې لري چې د توالیداتو بهیر به په لږ وخت او ټیټه بیه ترسره شي.
نومړی زیاته کړه، چې د مخکې جوړو شویو ودانیزو توکو د تولید فابریکې په وسیله به یو اته ټولګي لرونکي ښوونځي د ۶ تر ۸ اوونیو په موده کې او د متر مربع پر اساس  د ۲۴۰ ډالرو په لګښت بشپړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړادې د ورته ښوونځي د جوړولو لپاره کابو یو نیم کال وخت او تر ۳۵۰ زیات مالي لګښت ته اړتیا لرله.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkz0fzyt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته