دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 160654
حکومت دې طالبانو ته وړاندیز شوی طرحه شریکه کړی
ولسی جرګه د حکومته غواړی چی هغه طرحه چی حکومت طالبانو ته طرحه او وړاندی کړی دی، ددی جرګې سره شریکه کړی.

وسله‌والو طالبانو ته د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د سولې اړوند د نوې طرحې له وړاندې کولو وروسته ولسي جرګه وايي، دغه طرحه ورته د منلو نه‌ده او باید له ملي شورا سره شریکه شي.
د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۰۶» د دوی په عمومي ناسته کې تر ډېره ځایه په هېواد کې پر سولې او وروستیو نا امنیو بحثونه وکړل.
د دغې جرګې لومړي مرستیال همایون همایون چې په دې ورځ‌یې د جرګې مشري کوله، وویل:
"له حکومته مو غوښتنه دا ده، کومه طرح چې تاسې طالبانو ته وړاندې کړې، له ولسي جرګې سره شریکه شوې نه‌ده، له دې امله د جرګې اکثرو غړو ته د منلو نه‌ده، حکومت باید ژر تر ژره دغه طرحه ملي شورا ته ولېږي چې وارزول شي او کومې نیمګړتیاوې چې په‌کې موجودې دي، له‌منځه لاړې او ځیني نور مساېل په‌کې ځای شي."
دا په داسی حال کې ده چی د افغان ولسمشر اشرف غني څه کم دوه میاشتې مخکې، د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې طالبانو ته د سولې نوې طرحه وړاندې کړه.
له طالبانو سره بې‌قید او شرطه مذاکرات، اوربند، د دوی د زندانیانو خوشې کېدل او د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل، د دغې طرحې عمده برخې دي.
 
https://avapress.com/vdchmvnzk23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته