دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 160661
د کابل برښنا په موقت ډول جوړه شوه
د افغانستان د برښنا شرکت کارکوونکو د کابل برښنا په موقت ډول جوړه کړه.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې د دولت مخالفو وسله والو تېره شپه د پلخمري ښار د کیله ګي په سیمه کې کابل ته د وارداتي برښنا دوه پايې په بمونو له منځه وړې وې چې له امله یې د کابل برښنا قطع شوې وه.
د ده په خبره، د برښنا شرکت کارکوونکي نن سهار نېږدې پنځه بجې سیمې ته ورسېدل او د دوه سوو میګاواټه برښنا لاینونه يې په موقت ډول بېرته وتړل.
هغه وايي چې د برښنا د دې پایو د اساسي رغول به یوه اوونۍ وخت ونیسي.
د برښنا شرکت ویاند همداراز وايي، تر هغې چې د برښنا د پایو اساسي رغونه کېږي، نو تر هغې به د کابل برښنا هره ورځ د دوو ساعتونو لپاره پارچاوېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvxdyyw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته