د فوټبال د ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته نن دوشنبه په تاجکستان کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د کمبودیا په وړاندې لوبې ته پوره چمتووالی لري او افغانانو ته به ښه زېری ولري.
افغان لوبډلې د دغې سیالۍ لپاره ښه تمرینات کړي او له څو ورځو راهیسې په تاجکستان کې ده.
دغه لوبه د افغانستان په وخت سبا سې شنبه درې نیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)