دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 160692
داکتر عبدالله عبدالله د ایران خارجی اړیکو استراتژیک شورا مشر سره لیدنه وکړه
داکتر عبدالله عبدالله، اجراییه مشر، نن په کابل کې د ایران خارجی اړیکو استراتژیک شورا مشر سره لیدنه وکړه.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د اجرایی ریاست مطبوعاتی دفتر معلوماتو په اساس، په دی لیدنه کې، اجراییه مشر، نوی لمریز کال د ایران اسلامی جمهوریت خلګو او رهبری ته مبارکی وویل.
اجراییه مشر ددواړو هیوادونو اړیکو څخه ښه یادونه وکړه او د اړیکو د پراختیا غوښتونکې شو.
په ادامه کې، دکتور سید کمال خرازی د ایران خارجی اړیکو استراتژیک شورا مشر، د ایران اسلامی جمهوریت خلګو او اما خامنه ای رهبری مبارکی پیغام د نوی کال لپاره، افغانستان رهبری او خلګو ته وړاندی کړ او وویل چی ایران د سولې پروسی څخه د افغانانو په مالکیت ملاتړ کوی.
په ادامه کې دواړه لوری بیلابیلو موضوعاتو لکه اقتصادی، وارداتو او صادراتو کې توازن، چابهار بندر څخه ګټه اخیستنې، سیمه ایز اتصال لویو پروژو تطبیق، تروریزم ګواښونو سره مشترک مبارزی په لړ کې همکاری په اړه خبری وکړی.
 
https://avapress.com/vdcjhyev8uqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته