دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 160698
د پولنډ جمهور رئیس افغانستان ته سفر کړی
د اجرائیه ریاست دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پولنډ جمهور رئیس اندژي دودا، افغانستان ته د سه شنبې په ورځ د خپل سفر پر مهال د سپیدار په ماڼۍ کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.
د دغې اعلامیې له مخې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله د پولنډ له جمهور رئیس اندژي دودا سره په لیدنه کي د پوځي همکاریو په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
دا اعلامیه وايي، اجرائيه رئیس، د پولنډ د جمهور رئیس څخه افغانستان سره د دغه هیواد له پوځي همکاریو مننه کړې او په دې برخه کي ئې د همکاریو پر دوام او زیاتیدو ټینګار کړی دی.
همدا راز اجرائیه رئیس عبدالله د ملګرو ملتونو د بشر حقونو په کمیسیون کي د افغانستان له کاندیداتورۍ د پولنډ ملاتړ هم د دواړو هیوادونو په اړیکو کي ښه ګام په توګه یاد کړی او په دې برخه کې یې د پولنډ رول ستایلی دی.
د پولنډ جمهور رئیس په دې لیدنه کي ویلي،‌چې هیواد به ئې د افغان ځواکونو د روزنې، مشوري او ملاتړ په موخه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کي خپل سرتیري ډېر کړي او هم به له افغانستان سره سیاسي او پوځي ملاتړ ته دوام ورکړي.
اجرائیه ریاست وايي، په دې لیدنه کي د افغانستان او سیمې پر وروستیو سیاسي پرمختګونو او تحولاتو هم بحث شوی دی.
په پلان کي ده، چي په روان کال کې به افغانستان او پولنډ د خپلو سیاسي اړیکو د پیل د نویمې کلیزي څخه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کي نمانځنه وکړي.
پولڼد جمهور رئیس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی، چې د هغه افغان سیال جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د سولې، امنیت او دوه اړخیزو سیمه ییزو همکاریو په اړه د تاشکند بین المللي کنفرانس کې د ګډون لپاره ازبکستان کې دی.
اوس مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکات کې شاوخوا دوه سوه پولنډي سرتیري په .دنده بوخت دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1xdycw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته