ځایي امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دانګام ولسوالی په بېلا بېلو سیمو کې تر ۱۰۰ زیات د توپونو مرمی ویشتل شوي دي.
د کونړ ولایت د امنیه قومانداني ویاند فرید الله دهقان تایید کړه، چې له تیرې ورځې راهیسې کابو ۱۱۰ د توپونو مرمی پر دانګام ولسوالی وییشتل شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې د توپچي بریدونو په ترڅ کې ځایي اوسېدونکو ته زیان نه رسېدلي خو یو شمېر کورونو او نورو ځایونو ته مالي زیان اړولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ځایي چارواکو تېره اوونی وویل، چې پاکستاني پوځیانو د دانګام او ناړی پر ولسوالیو تر ۸۰ زیات د توپونو مرمی ویشتلي دي.
په مرکز کې د حکومت او ملي دفاع وزارت چارواکو د روانو توپچي بریدونو په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي.
خو له دې وړاندې د افغانستان ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي وو، چې د پاکسان پوځ د توپچي بریدونو په غبرګون کې سرحدي ځواکونو ته د بالمثل بریدونو اجازه ورکړل شوې ده.