ښاغلي غني وویل افغان ځواکونو په تیرو دوو اونیو کې د ترهګرو ګواښونو شنډولو لپاره لوی عملیات ترسره کړي دي.
ولسمشر غني وویل افغان حکومت د کابل په ناسته کې ثابته کړه چې د سولې غوښتونکی دی؛ افغانستان د سیمې هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی تر څو ترهګرو پر وړاندې ګډې مبارزې او د سیمې ثبات ته ورسیږي.
د غني په وینا د اقتصادي ثبات لپاره باید منځنۍ اسیا له سویلي اسیا سره وصل شي.
د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف په دې ناسته کې وویل د سولې خبرو په تړاو د افغان دولت له سیاستونو ملاتړ کوي او طالبان باید د سولې خبرو د پیل لپاره اوبند اعلان کړي.
ضیایوف وویل چمتو دی چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرو لپاره زمینه برابره کړي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول هم له افغانستانه ملاتړ اعلان کړ او له ټولو هیوادونو یې وغوښت چې له افغانستانه ملاتړ وکړي.
هغه د منځني اسیا ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی وباله.
اروپایي ټولنې وویل چمتو دی چې د تحریمونو له نوملړه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.
دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو منشي هم په خپل پیغام کې د کابل د سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړ.