نوموړی په ازبکستان کې د افغانستان لپاره د تاشکند په کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې یواځیني لاره ده.
هغه وویل، چې د زور له لارې په افغانستان کې د جګړې حل به ناشونې وي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د طالبانو او داعشیانو د فعالیتونو له امله د افغانستان امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دي.
د ښاغلي لاروف په وینا، وسله وال طالبانو دا مهال د افغانستان خاورې پر نیمه برخه په بشپړه او یا هم په نسبي توګه کنټرول لري او په پوځي او ویجاړونکي فعالیتونو بوخت دي.
هغه وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله والو په فعالیتونو کې ډیروالي، په خاصه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د داعشیانو فعالیتونه د اندیښنې وړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم په دغه کنفرانس کې د وینا پر مهال سیمه ییزو هېوادونو ته د ترهګرو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی وه.
ولسمشر غني د ترهګرو ډلو د لمنځه وړولو په خاطر د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو او هلو ځلو ټینګار وکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)