دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 160737
د نري رنځ ناروغي هر کال له ۱۵ څخه تر ۱۷ زره افغانان وژني
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې نری رنځ په نړۍ کې د لس وژونکیو ناروغیو په ډله کې راځي، چې هر کال په افغانستان کې له ۱۵ څخه تر ۱۷ زره کسان وژني.
 د دغې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړوشویو مراسمو کې د ملي وحدت حکومت اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله وویل؛ مونږ په سیاسي مسایلو کې دومره ژور ښکېل شوي یو، چې د خلکو د روغتیا او ژوند مهم مسایل مو هیر شوي دي.
د حکومت اجرائیه رييس عبدالله عبدالله زیاتوي: مشري یوازې دا نه ده، چې د سیاست پيچلي او له ټیټو او ژورو ډک ډګر ته ورننوځو، بلکې مونږ اړ یو، چې د افغانستان د خلکو اصلي ستونزو ته هم پاملرنه ولرو.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ويلي، چې دوی له نري رنځ ناروغۍ سره مبارزه پیل کړې؛ خو په یوازې سر نه شي کولی نری رنځ له منځه یوسي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي: نري رنځ ناروغۍ ته پاملرنه د دې وزارت یو لومړیتوب دی. له دې ناروغۍ سره مبارزه یوازې زمونږ کار هم ندی؛ ځکه، چې له فقر او بېوزلۍ سره د دې ناروغۍ تړاو د څو وزارتونو ګډ کار او مبارزه غواړي. 
نړیوال مرستندویان افغان چارواکو ته ډاډ ورکوي، چې د نري رنځ د ناروغۍ په مخنیوي کې به خپلې همکارۍ روانې ساتي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې استازی ناپیلون تهفاور وایي: د ملګرو ملتونو پرمختیايي اداره ژمنه ده، چې له افغان دولت سره یو ځای کار وکړي او د دغې ټولنیزې ستونزې د مخنیوي لپاره ظرفیتونه لوړ او روغتیایي خدمتونو ته مساوي لاسرسی برابر شي.
توبر کلوز یا نری رنځ یوه ساري ناروغي ده، چې د ټوخي او پرنجي له کبله روغو کسانو ته لیږدول کیږي. دا، چې څومره کسان په افغانستان کې پر نري رنځ اخته دي، پوره شمېر یې نشته؛ خو مسوولین وایي، چې هر کال د نري رنځ له کبله تر اووه لس زره  کسان ژوند له لاسه ورکوي.
 
https://avapress.com/vdcjtyevauqemaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته