د دغې خوني مرستیال توریالي غوثي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل، په یاد نندارتون کې به په افغان لوړپوړو چارواکو سربېره په افغانستان کې یوشمېر بهرني سفیران او د بهرنیو بنسټونو استازي هم ګډون وکړي.
دغه نندارتون د ثور د میاشتې په ۱۰ مه په هرات ولایت کې جوړېږي چې د ښاغلي غوثي په وینا، دا کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې او په افغانستان کې پانګې اچونې ته د خلکو هڅونې لپاره ښه فرصت دی.
ټاکل شوې چې په یاد نندارتون کې د اوړو، شیرینۍ، د مالګې پوفک، د اوسپنې د ویلي کېدو او د غالیو یوشمېر تولیدي فابریکې هم افتتاح شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)