دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 160826
طالبان د فراه مخابراتی شبکه مختل کړي
په فراه ولایت کې سیمه ایز سرچینی وایی چی طالبان د درو ورځو راهیسی د یو آنتن له منځه وړلو سره، ددی ولایت مخابراتی شبکه مختل کړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د فراه ولایتی شورا یو غړۍ وایی چی طالبان د فراه ښار په مرکز کې د نوبهار په سیمه کې یو مخابراتی آنتن له منځه وړی.
شهلا ابوبکر وایی چی دا موضوع ددی لامل شوی ترڅو مخابراتی شبکه د خنډ سره مخامخ شی.
د آِغلي ابوبکر په وینا، په ورځ کې د اړیکو رامنځته کولو مشکل دی؛ خو شپو کې هیڅ اړیکه نه رامنځته کیږی.
له بل لوری، ددی ولایت خلګ وایی چی مخابراتی شبکه څو ورځو راهیسی په دی ولایت کې د مشکل سره مخ شوی دی.
دا لمړۍ ځل نه دی چی طالبان په فراه کې، مخابراتی شبکو له لاری اړیکی د خنډ سره مخامخوی. تیر کال هم دا ډله د څو ورځو راهیسی مخابراتی شرکتونو ته خبرداری ورکړی او هغوی فعالیتونه ودروی.
 
https://avapress.com/vdciruazqt1aqv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته