دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 160831
طالبانو لښکرګاه ښار فعالینو ته خبرداری ورکړي
طالبان د هلمند فعالینو څخه غوښتي چی د سولې لپاره طالبانو ته نه بلکه خارجی ځواکونو مرکزونو ته د اعتراض په ډول ورشی.
د هلمند په مرکز کې د څو ورځو راهیسی فعالینو د سولې راوستلو لپاره خیمی درولی خو طالبانو هغوی منع کړی او هغوی ته خبرداری ورکړي دی.
دوی ویلي چې د هلمند موسا کلا ولسوالۍ ته به ورشي چې له طالبانو سوله وغواړي.
خو طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پرلت کوونکي د سولې لپاره باید طالبانو ته نه بلکې "د امریکايانو مرکزونو او بیسونو ته د اعتراض په ډول ورشي، له هغوی څخه وغواړي جګړه پای ته ورسوي."
طالبانو خبرداری ورکړی چي شاید د هغوی "دښمني کړۍ" د هغوی د بدنامولو لپاره کوم اقدام وکړي او "که خدای مه کړه بیا څه پيښ شول مسئولیت به يې ستاسو په غاړه وي."
وسله والو طالبانو په مخامخ ډول د سولې فعالینو ته نه دي ویلي چې پرلت دې بند او یا روان دې وساتي، خو داسې ښکاري چې وسله وال طالبان د هلمندیانو په دغه حرکت ناراضه دي.
د هلمند د پرلت په خیمه کې یو شمېر ښځې هم راټولې شوې دي. یوې ګډونوالې حسیني احساس امریکا غږ ته وویل چې دوی دا کار وروسته له هغه پیل کړ چې څو ورځې مخکې یوې چاودنې په لښکرګاه کې یو شمېر ولسي افغانان ووژل.
https://avapress.com/vdcex78zzjh8pvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته