کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: د تاشکند ناسته د افغان سولې په اړه یو مثبت ګام دی

9 حمل 1397 ساعت 10:43

د بحثونو له اړخه ښه وو، په تاشکند کې د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د وړانديزونو پلوي وشوه، خو وبه ګورو چې په عمل کې څه کیږي؟ آیا پر خپلو خبرو به عمل وکړي که به د تېر په څېر خبره یو څه او رفتار بل څه دوام وکړي


په افغانستان او عراق کې د امریکا د متحده ایالتونو پخواني سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د تاشکند وروستی کنفرانس یو مثبت ګام بللی دی.
خلیلزاد تېر ماښام له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
"د بحثونو له اړخه ښه وو، په تاشکند کې د سولې لپاره د افغانستان د حکومت د وړانديزونو پلوي وشوه، خو وبه ګورو چې په عمل کې څه کیږي؟ آیا پر خپلو خبرو به عمل وکړي که به د تېر په څېر خبره یو څه او رفتار بل څه دوام وکړي."
ښاغلي خلیلزاد د مسکو او لوېدیځو هېوادونو تر منځ شخړو ته په اشارې وویل چې داسې اندېښنې شته چې د دې شخړو په ډېرېدو سره روسیه په افغانستان کې د ستونزې د ډېرېدو برخه نشي.
د مسکو او لوېدیځ ترمنځ تاوتریخوالی وروسته له هغه ډېر شو چې بریتانیې په هغه هېواد کې د روسیې د یوه پخواني جاسوس او د هغه د لور په مسمومېدو کې مسکو په لاس لرلو تورن کړ، خو مسکو دغه ادعاوي ردوي.


د مطلب کود: 160834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/160834/خلیلزاد-د-تاشکند-ناسته-افغان-سولې-په-اړه-یو-مثبت-ګام-دی

آوا
  https://www.avapress.com