دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 160854
د نجونو په ګډون ۳۴۱ افسران د مارشال محمد قسیم فهیم له اکاډمی څخه فارغ شول
په کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د افسرانو له پوهنتون څخه ۳۴۱ تنه افسران د ۳۸ نجونو په ګډون فارغ شول.

د مارشال محمد قسیم فهیم د ملي دفاعي پوهنتون قوماندان تورن جنرال جلندر شاه بهنام وویل، دوی په خپل تدریسي نصاب کې لوړ نړیوال معیارونه ځای کړي، دسپلین یې مراعات کړی او له کیفي اړخه یې ظرفیتونه پورته وړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو لپاره په ستراتيژيکي او عملیاتي لحاظ ښه رهبران وروزي.
ښاغلي جلندرشاه وویل، چې د دوی د ښې روزنې، ظرفیت لوړونې، عملیاتي، تامیناتي او مسلکي معیارونو د پلي کولو په پایله کې یې تېرکال ښه پایله ترلاسه کړې او د دوی فارغ شوي افسران نه یوازې په کور دننه بلکې له سیمه ییزو هېوادونو سره هم سیالي کولای شي.
همدارنګه د ځوانو افسرانو د اکاډمۍ مشر جنرال محمد شریف شریفي وویل، چې د دې اکاډمۍ زده کړې او تعلیمات سخت، فزیکي او صحرايي حرکات یې مغلق او پیاوړتیا یې عالي ده، چې په هر حالت کې له خپلې خاورې او خلکو څخه دفاع ته چمتو دي.
هغه وویل، چې یاد ځواکونه لکه خنجر د دښمن سینې څيروي او له هېڅ ډول عملیاتو او دندې وېره او ډار نه لري.
د چارواکو په وینا، چې په یادو فارغ شویو ۳۴۱ افسرانو کې د ۳۴ ولایاتو اوسېدونکي شتون لري، چې ۳۸ تنه یې نجونې دي.
چارواکو دغه راز د انګلستان، ډنمارک، ترکیې، فنلند او استرالیا هېوادونو څخه مننه وکړه، چې له یاد پوځي پوهنتون سره له نېږدې مرستې کوي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله یادو مراسمو ته په خپله وینا کې د ځوانو افسرانو وړتیا او دسپلین وستایه او ویې ویل، چې ټول افغانان په افغان امنیتي ځواکونو ویاړي.
هغه له نړیوالې ټولنې څخه د مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل، د هغو قربانیو درناوی هم په کار دی چې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د ثبات لپاره ورکړي دي.
ډاکټر عبدالله عبدالله ځوانو فارغو شویو افسرانو ته په خطاب کې وویل، چې دوی په ټول افغانستان پورې اړوند دي او باید هېڅ ډول سیاسي، قومي، ژبني او مذهبي تړاوونه یې د افغانستان د خلکو او سیمې په اړه توپير ته وهڅوي.
اجرائيه رئيس د یادو افسرانو له کورنیو څخه مننه او ستاینه وکړه، په ځانګړي ډول د ښځينه افسرانو له کورنیو څخه چې جرئت یې کړی او خپل اولادونه یې د ملي اردو لیکو ته هڅولي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiyevxuqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته