دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 160857
د پاکستان صدراعظم د بلې اونۍ په پای کې کابل ته راځي
د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، چې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راځي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن د پنجشنبه په ورځ خبریالانو ته د معلومات ورکولو پر مهال وویل د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي به د اپریل میاشتې په شپږمه نیټه کابل ته راشي.
جاوید فیصل د دغه سفر په اړه وویل "ترټولو مهم بحث چې موږ یې څارو د اعتماد جوړونې بحث دی او دا هغه وخت ممکن دی چې پاکستان چې هغه څه پخوا ویلي دي او څه چې وروسته له دې له افغان چارواکو سره وایي او تعهد کوي عملي یې کړي خو په هر صورت کې موږ له پاکستان سره د مذاکرې په طرف یو چې دواړ هیوادونه په ګډه کار وکړي او د تروریزم خطر له سېمې ورک شي".
ښاغلي فیصل همدارنګه وویل چې د تاشکند کنفرانس په څنډه کې د ولسمشر غني د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره کتلي دي چې په ترڅ کې یې ښاغلي سرګي لاوروف د افغانستان د سولې په تړاو د درې اړخیزې ناستې (روسیه،امریکا او افغانستان) وړاندیز کړی دی.
جاوید فیصل وویل د روسیې دغه وړاندېز د افغان حکومت له خوا منل شوی خو د وخت، ځای او مشخصې آجندا په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
هغه زیاته کړه"موږ تمه لرو چې افغانستان د امریکا او روسیې ترمنځ د ګډو همکاریو او همغږیو میدان اوسي زموږ یو هدف چې سوله ده هغه هم د امریکا او هم د روسیې په ګټه دی او تمه مو ده چې په دې درې اړخیزې ناسته کې د افغانستان په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ مشخص ګډ بحث ولرو".
د تاشکند غونډه چې د افغانستان د سولې په تړاو جوړ شوی وو، په کې د ۲۳ هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون درلود.
د تاشکند کنفرانس گډون کوونکو له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت له خوا د قید او شرط پرته مذاکراتو وړاندیز ته مثبت ځواب ووایي.
طالبانو تر اوسه په رسمي توگه د افغانستان د حکومت د سولې غږ ته ځواب ندی ویلی، خو دمخه یې د امریکا سره پر مذاکراتو ټینگار کړی وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpxqsm2bqe48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته