دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۱
د مطلب کود : 160876
په زابل او ارزګان کې ۴۸ وسله وال طالبان وژل شوي
افغان ځواکونو عملیاتونو په لړ کې زابل او ارزګان ولایتونو کې ۵۵ وسله والو ته مرګژوبله اوښتې ده.
 د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څمکنیو او هوایي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ، دهراود او د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې په ترسره شویو عملياتو کې ۴۸ تنه وسله‌وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه وایي، په دغو عملياتو کې د وسله‌والو څخه يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو يادونه نه‌ده شوې.
د دولت مخالفو وسله‌والو هم تر اوسه په دې تړاو تبصره نه‌ده کړې.
https://avapress.com/vdcd5z0f9yt09j6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته