د روسیې استازی ضمیر کابلوف وايي د روسیې او طالبانو استازو په خپل منځ کې د خبرو پر مهال د واشنګټن پر دې ادعا سخت وخندل چې ګنې مسکو طالب جنګیالیو ته وسلې ورکوي.
ښاغلي کابلوف وویل "طالبان وايې خپلې ټولې اړتیا وړ وسلې په ناقانونه توګه له افغان حکومت او پولیس څخه په بیه اخلي او دوی –طالبان- یوازې پېسو ته اړتیا لري". روسي سفیر وايي "روسي مرکچیانو په ټوکو کې طالبانو ته وویل: وبخښئ موږ پېسې نلرو."
ښاغلي کابلوف ونه ویل چې طالب او روسي استازو چېرته، کله او څنګه دا خبرې کړې دي.
اسوشیتډپرس وايي ښاغلي کابلوف د پنجشنبې په ورځ (مارچ۲۹) په مسکو کې په یوې غونډې کې وویل چې له طالبانو سره د روسانو تماس یوازې په افغانستان کې د روسي وګړو د خوندیتوب لپاره دی او روسیه طالبان هڅوي چې د سولې خبرې وکړې.
نوموړي وویل چې له طالبانو پرته سوله ناممکنه ده او "ښايي طالبان د روسیې په کوربتوب د سولې خبرو ته" چمتو شي.
یو شمېر افغان او امریکايي چارواکي روسیه تورنوي چې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د وسلو او مهماتو مرسته کوي، خو روسیه دا تورونه ردوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)