دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۹
د مطلب کود : 160967
د سولې عالي شورا: عربستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولای شي
د سولې عالي شورا وايي، سعودي عربستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لوبولای شي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري پرون شنبه له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني مرکه کې وویل:"سعودي عربستان د افغانستان د دولت ترڅنګ کلک ګامونه پورته کړي او په همکارۍ پرمخ ځو، هیله مند یو چې د افغانستان د سولې بهیر به لاپیاوړی کړو، سیمه‎یېزې او نړیوالې همکارۍ به مؤثرې روانې وي. هر هېواد چې د افغانستان له حکومت سره د سولې لپاره همکاري کوي، موږ ېې هرکلی کوو."
 
د افغانستان د سولې له بهیر سره د سعودي عربستان د همکاري مسئله په وروستیو کې ډېره یادېږي.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په رپوټ کې چې پرون شنبه خپور شو ویل شوي چې د افغانستان د حکومت لوړ رتبه چارواکو د مارچ په ۲۳مه نېټه په واشنګټن کې د سعودي عربستان او متحد عربي اماراتو له استازو سره کتلي دي.
د واشنګټن په کتنه کې چې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر هم و، د څلورو هېوادونو استازو د یوې کاري ډلې په جوړولو موافقه وشوه.
د وال سټریټ ژورنال په رپوټ کې راغلي چې کاري ډله به منظمې غونډې کوي، څو د افغانستان د سولې پر نقشې موافقه وشي او ښايي په راتلونکي کې سعودي عربستان یا متحد عربي امارات د افغانستان د سولې د خبرو کوربه شي.
په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر، زلمي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې سعودي عربستان کولای شي چې د پاکستان له لارې د افغانستان د سولې له بهیره سره مرسته وکړي.
 
زلمی خلیلزاد وايي:"عربستان او متحده عربي امارات له پاکستان سره کلکې اړیکې لري. که هغوی د امریکا له نوي سیاسته سره، د افغانستان په پلوي کار وکړي، یعنې پر پاکستان فشار راولي، مثبت ګام به وي."
خو د خوشبینې ترڅنګ، وال سټريټ ژورنال په خپل رپوټ کې پر یو شمېر اندېښنو هم خبرې کړي دي.
ورځپاڼې په یوه مقاله کې د وسله‎والو طالبانو په منځ کې د ډلو او اختلاف موجودیت او سیمه‎ییزو رقابتونو ته اشاره کړې او لیکلي يې دي چې د طالبانو یو شمېر عمده غړي په وروستیو کلونو کې د سعودي عربستان له دوو سترو سیالانو، قطر او ایران سره نېږدې شوي دي.
په همدې حال کې مسکو له وسله‎والو طالبانو سره د خپلو اړیکو په اړه خبرې کوي.
طالبانو، په ځانګړي ډول د ملاهبت‎الله اخندزاده له‎خوا چې د طالبانو د یوې لويې ډلې مشري کوي، د افغانستان د حکومت د سولې وروستي وړاندیز ته رسمي ځواب لا نه‎دی ورکړل شوی.
طالبانو تر دې مخکې، په مکرر ډول له حکومت سره د سولې خبرو ته د حاضرېدو یو شرط دا بللی چې نړیوال ځواکونه له افغانستان ووځي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وايي، کله چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال‎ویش به پرېکړې وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcep78zfjh8poi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته