دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د مطلب کود : 160974
د هلمند د پرلت ځوانانو روغتیايي وضعیت او غذایي اعتصاب په اړه وروستي راپور
په سوېل هلمند لایت کې ځایي چارواکي وایی، د سولې په ملاتړ پرلت کوونکو خپل د ۴۸ ساعتونو غذايي اعتصاب مات کړ.
چارواکي زیاتوي، چې د پرلت ځوانانو دیني عالمانو د غوښتنې پر اساس د اعتصاب د پای ته رسولو پرېکړه وکړه.
د چارواکو په وینا، د هلمند ولایت یو شمېر بې طرفه دیني عالمانو د پرلت ځوانانو ته ډاډ ورکړي چې له هغوی سره ګډې هڅې وکړي.
د هلمند ولایت د مطبوعاتو او اړیکو سلاکار زاهد اتل تائید کړه چې د پرلت ځوانانو د اعتصاب د پای ته رسولو پرېکړه کړې ده او یو شمېر ناروغ ځوانان په لښکرګاه کې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هلمند د پرلت ځوانان د پنجشنبې په ورځ وویل، اوس يې د نه خوړلو اعتصاب کړی او تر څو چې يې دولت او طالبان د دوه ورځني اوربند غوښتنه ونه مني اعتصاب به يې دوام ولري.
د دولت په استازیتوب د هلمند سرپرست والي او د نظامي شورا غړو د پرلت له ځوانانو سره د کتنې پر مهال او د هغوی د اعتصاب په ځواب کې ویلي وو، چې حکومت د سولې په اړوند د هرو هغو بین الافغاني هڅو ملاتړ کوي، چې له مخې يې سوله رامنځته کېږي.
دوی ویلي وو چې «موږ ستاسو اعتصاب او پرلت ته درناوی کوو او پدې توګه مو د اوربند غوښتنې ته هم لبیک وایو، که وسله وال طالبان غواړي ستاسو په منځګړیتوب مذاکرات او اوربند وکړي نو حکومت خو بې له قید او شرطه حاضر دی، چې د سولې پر مذاکراتو سربیره اوربند او یاهم نور شرایط ومني. هر کله چې هغوئ مذاکراتو ته حاضر شول او تاسو د اوربند غوښتنه وکړه، موږ به يې هم بې درېغه درسره ومن
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmxqs02bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته