دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 160991
د ارغندي ګردیز د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي او ګردیز د ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ پرانیستل
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ارغندي-ګردېز د ۲۲۰ کيلوولټه برښنا مزي او د ګردېز د ۲۲۰ کيلوولټ برښناکوټ پرانیسته وکړه.


د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر آمان الله غالب چې په دې مراسمو کې حضور درلود د هیواد هر ولایت ته د متوازنې برښنا پر رسولو او پراختیا باندې ټینګار او ژمنه وکړه.  
د یاد برښنا مزي  ټول ظرفيت ۳۰۰ میګاواټه دی او اوسمهال د ګردېز سب سټېشن ته ۳۲ ميګاواټه برښنا لېږدوي چې په پايله کې يې د پکتيا، لوګر او خوست ۴۰ زره کورنۍ له برښنا څخه برخمنې کېږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9gb88rhb09p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته