دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 161006
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۸,۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶قراردادونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررېیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون په ارګ کې د ۱۹قراردادونو د ورکړې غوښتنې وارزولې چې په نتیجه کې یې ۱۶منظور شوې.


–         سعودي عربستان ته د ۳۰۳۵۰تنو افغان حاجیانو د هوايي لېږد خدمتونو پروژې قرارداد؛
–         په هند، ترکیه او مالیزیا کې میشتو افغان محصلانو د ۱۳۹۷تحصیلي کال د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا د لګښتونو پروژې قرارداد؛
–         د پکتیا ولایت د ځاځیو د احمدخیلو څخه تر قاسم خیلو (ډیورنډ کرښې) پورې د سړک پخولو پروژې د لومړۍ برخې قرارداد؛
–         د لوړ پوړو رجالو د ساتنې او امنیت ریاست د اړتیا وړ مایع ګازو قرارداد؛
–         د لوړ پوړو رجالو د ساتنې او امنیت ریاست د اړتیا وړ ۲۶قلمه البسې د تدارک قرارداد؛
–         د چارو ادارې د ۱۴قلمه حبوباتو قرارداد؛
–         د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د کابل ولایت د اداري کمپلکس احاطوي دېوال جوړولو پروژې قرارداد؛
–         د مالیې وزارت اړوند د ۵۳واحده انټرنیټ د چمتو کولو قرارداد؛
–         د ۱۳۹۷مالي کال لپاره د ننګرهار پوهنتون د اړتیا وړ اعاشوي توکو تدارک؛
–         د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸کلونو لپاره د ساحوي قول اردوګانو د مرکزي قطعاتو د اړتیا وړ ۱۶قلمه حبوباتو قرارداد په درې برخو کې د چوکاټي قرارداد له لارې؛
–         د ۲۰۹شاهین قول اردو اړوند د قومندانۍ تعمیرونو د هوا د تصفیې دستګاه د ترمیم قرارداد ورکړه؛
–         د پکتیا ولایت د ۳۰۳سپین غر زون قومندانۍ د اړتیا وړ د پهرې او ترصد د یو برج د بیارغاولو او ترمیم پروژې قرارداد؛
کمېسیون د حاجیانو د انتقال په پروژې د بحث پر مهال پرېکړه وکړه چې د اریانا افغان هوايي شرکت او کام ایر شرکت دې سعودي عربستان ته ټول حاجیان په مساویانه او ګډه توګه انتقال کړي. په دې برخه کې جمهوررئیس ټینګار وکړ چې اړونده ادارې دي د افغان حاجیانو په اسانه انتقال کې هراړخیزې هڅې وکړي.
غونډې د کابل ښاروالۍ اړوند پنځلسمه ناحیه کې د شهید څلورلارې د سړک د بیارغاونې پروژې قرارداد د تخنیکي ستونزو له امله رد کړ او فواید عامې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې دا پروژه و ارزوي.
له بل پلوه کمېسیون د نفوسو د احوال د ثبت د مرکزي ادارې اړوند د تذکرو د تائیدۍ خدمتونو د وړاندې کولو پروژې قرارداد د ورکړې غوښتنه رد کړه او دغې ادارې ته لارښوونه وشوه چې د مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ له ځایونو نه دې استفاده وشي او د تذکرې تائید دي د دولتي کارمندانو په وسیله وشي.
همدارنګه کمېسیون د ملي اردو د مرکزي او ساحوي جزوتامونو او قطعاتو د اړتیا وړ یو قلم وطني سیله وریجو د تدارک قرارداد د ورکړې غوښتنه هم چې په اوو برخو کې د چوکاټي قرارداد له لارې کېده،  رد کړه. کمېسیون د ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د وریجو د تولید کورنیو شرکتونو سره په اړیکه کې شي او د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په غرض دي هغوی ته د داوطلبۍ فرصت ورکړل شي.
همدارنګه د اوبو رسونې د ودانیزو چارو د پاتې برخې د کار قرارداد د عقد او طی مراحلو غوښتنه، د سرتېرو د دوه منزله کاغوش د برېښنا، د اوبو رسونې ودانیزې چارې او د کابل ولایت د قضاییه قوې د ساتنې د عمومي قومندانۍ د قطعاتو د ودانۍ برېښنا غوښتنې کمېسیون بېرته ور وګرځولې او د کورنیو چارو، کور او ښار جوړو وازرتونو او ملي تدارکاتو ادارې ته دنده ورکول شوه چې د معینانو په کچه دې غونډه وکړي او په اتفاق سره دې یو واضح وړاندیز د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.
کمیسیون د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابرې د لوی ریاست اړتیا وړ د ناک شبکې د ۷۷قلمه مختلف النوعه وسایلو او تجهیزاتو تدارک کې د بیو د تصحیح وړاندیز منظور کړ.
ورپسې، د نغلو برېښنا فابریکې د اول او درېیم ماشین د بیارغاونې قرارداد بشپړ راپور کمېسیون ته وړاندې شو چې د افغانستان برېښنا شرکت دا غوښتنه چې د تمدید له مودې سره به یې بیه لوړېږي، کمېسیون تائید کړه.
په دغې غونده کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، اداري فساد سره د مبارزې د پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتیا څار، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو د څارونکو په شمول د سیګار او د غوڅ ملاتړ د سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود 
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyvevmuqemyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته