دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 161034
د تیو سرطان په اړه د عامه پوهاوي زیاتول د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ له اصلي موخو څخه دی
په ورځني ډول د سرطان ناروغۍ ۶۰ ناروغان د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې په مرکز کې تداوي کېږي او د تېر یوه کال په اوږدو کې په دې ناروغۍ اخته ۱۳ زره کسان تشخیص او تداوي شوي دي.

بي بي ګل(رولا غني) د سرطان د وژونکې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاي زیاتول د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ له بنسټیزو موخو څه وباله.
رولا غنی، چې د یکشنبې په ورځ د روان کال د وري په ۱۲مه یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ په دوهمه عمومي غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه، چې د سرطان ناروغۍ د ډولونو په ځانګري ډول د تیو سرطان په اړه د پوهاوي ورکول به د دې ناروغۍ د مخنیوي او آسانې درملنې لامل شي او هیواد کې به د سرطان ناروغۍ شمېرې را کمې کړي.
د عامې روغتیا وزیر، فیروز الدین فیروز دې ټکي ته په اشارې سره چې د افغانستان خلک له ساري او غیر ساري ناروغیو څخه کړېږي، زیاته کړه: د شمېرو له مخې په افغانستان او نړۍ کې به سرطاني ناروغۍ تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال پورې ۵۰ سلنه زیاتې شي.
نوموړي په هیواد کې د ابتدایي وقایې، د تشخیص د کچې زیاتولو، له تشخیص څخه وروسته د معیاري خدمتونو وړاندې کولو، د شمېرو راټولولو او د روغتیایي کار کوونکو د ظرفیت لوړولو له لارې د سرطان ناروغۍ د پېښو کمول د سرطان د کنټرول د ملي پروګرام موخې وبللې.    
د عامې روغتیا وزیر همداراز وویل، چې په ورځني ډول د سرطان ناروغۍ ۶۰ ناروغان د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې په مرکز کې تداوي کېږي او د تېر یوه کال په اوږدو کې په دې ناروغۍ اخته ۱۳ زره کسان تشخیص او تداوي شوي دي.
ټاکل شوې ده په کابل ښار کې په شپږسوه زره متر مربع ځمکه کې د سرطانۍ ناروغيو د تشخیص او درملنې ستر مرکز جوړ شي، د کابل طبي پوهنتون رییس، شیرین آقا ظریف وویل، چې د دغه مرکز لپاره ۱۰۵ خونې په پام کې نیول شوې دي. هغه همداراز وویل، چې په راتلونکې کې به هم د هیواد په څلورو زونونو کې د سرطان د تشخیص او درملنې مرکزونه جوړ شي.
په کاناډا کې د افغانستان سفیره او د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ مشره، شینکۍ کړوخیل، چې د یاد مرکز له بنسټ ایښودونکو څخه هم ده وویل، چې دغه مرکز په ۲۰۱۴ کال کې په کار پیل کړی دی.
نوموړې زیاته کړه چې یاد مرکز په سر کې د عامې روغتیا وزارت کار کوونکو، د WHO کار کوونکو، د ولسي جرګې او بېلابېلو بنسټونو غړو د داوطلبانه کار په ترسره کولو او د عامې روغتیا وزارت په مرسته په کار پیل وکړ، چې دا خوځښت د لومړۍ مېرمنې بشپړ ملاتړ تر لاسه کړ.
د سرطان پر وړاندې د مجادلې بنسټ د ارزښتناکه خدمتونو د درنښت په موخه د دغه بنسټ درېوو کار کوونکو هریو شینکۍ کړوخیل، فوزیه علم او ډاکټر عبدالله میهن ته د لومړۍ مېرمنې لخوا ستاینلیکونه ورکړل شول.
حکومتي چارواکو او د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ غړو د دغه بنسټ په دوهمه عمومي غونډه کې په هیواد کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې په برخه کې پر همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcae6n6y49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته