کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خارجی ځواکونو په کندوز کې پر یو مسجد باندی برید کړي

13 حمل 1397 ساعت 18:23

په کندوز ولایت کې سیمه ایز چارواکی وایی چی نن ماسپښین خارجی ځواکونو د دشت ارچی په ولسوالی کې پر یو مسجد باندی برید کړي.



د آوا په ګزارش سره، ددی برید په ترڅ کې چی د دشت ارچی ولسوالی په دفتانی کلۍ کې ترسره شوی دی، د ۱۰۰ تنو څخه ډیر وژل شوی او ۲۰۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
نصرالدین سعدی، د دشت ارچی ولسوال وایی چی دا برید نن ماسپښین ۱۲ بجو په شاوخوا ترسره شوی او د تلفاتو شمیر یی د ډیریدو په حال کې دی.
د هغه په وینا، برید هغه وخت ترسره شوی چی په دی مسجد کې د قرآن حافظانو دستار بندی لپاره خلګ راټول شوی وو.
سعدی وویل چی په وژل شویو کې طالبان هم شامل وو.
نیاز محمد عمر خیل، د دشت ارچی پولیسو قومانده هم دا برید تایید کړي.
هغه وایی چی خارجی ځواکونو ددی برید ترسره کولو لپاره د څو ورځې مخکې برنامه ریزی کړي وو ترڅو طالبانو تجمع سیمه تر برید لاندی راوړی.
سلام وطندار ولیکل؛ په دی حال کې حمیدالله حمیدی، کندز پولیسو قومانده وایی چی په وژل شویو کې ښځې او کوچنیان هم لیدل کی کیږی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 161079

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161079/خارجی-ځواکونو-په-کندوز-کې-پر-یو-مسجد-باندی-برید-کړي

آوا
  https://www.avapress.com