دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 161085
۱۳ ميليونه افغانان د خوړو خونديتوب نه لري
د خوړو نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې ۱۳ میلیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه لري.


د دغه سازمان عمومي مشر ډیویډ بېسلي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د خوړو د نه خوندیتوب دغه وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له مرسته کوونکو هېوادونو یې غوښتي چې د وضعیت د ښه کولو لپاره ورسره مرسته وکړي.
جګړه، ناامني، وچکالي او د کډوالو بېرته ستنېدل هغه لاملونه دي چې د خوړو خوندیتوب ته یې ګواښونه رامنځ ته کړي.
د خوړو خوندیتوب په دې معنی دی چې ټول خلک، په هر وخت کې بشپړو، روغتیایي او مغذي خوړو ته لاس رسی ولري او یا د هرې کورنۍ د یوه غړي کلنی عاید دومره وي چې خواړه ځانته پرې برابر کړای شي.
دغه تعریف د خوړو نړیوال سازمان او نورو مرسته کوونکو سازمانونو له خوا په ۱۹۴۷ کال کې د خوړو په نړیوال کانفرانس کې وشو.
ډبلیو.اېف.پي یا د خوړو نړیوال سازمان وایي د همدې تعریف له مخې اوس افغانستان کې ۱۳ میلیونه وګړي چې د ټول نفوس نژدې نیمایي برخه کېږي د خوړو خوندیتوب نه لري.

د سازمان عمومي مشر ډېویډ بېسلي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، دغه هېواد کې د خوړو نه خوندیتوب ورځ تر بلې د ډېریدو په حال کې دی.
نوموړی وايي،"دوه کاله وړاندې ۹ میلیونه کسانو د خوړو خوندیتوب نه درلود، خو اوس دغه شمېر ۱۳ میلیونو ته پورته شوی دی، په دوی که ۸ میلیونه کسان په جدي ډول د خوړو له کمښت سره مخ دي، یا په دې معنی چې دوی د لوږې پر پاڼ ولاړ دي، دوی نه پوهېږي چې د سبا ورځې خواړه یې له کومه کېږي، مونږ په دې اړه ډېر اندېښمن یوو".

ښاغلی بېسلي وايي، ۱۸۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې له دې حالت سره د مخ خلکو وضعیت پرې ښه شي. د خوړو نړیوال سازمان د نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم خپل ماموریت لري چې اصلي دنده یې له لوږې د خلکو ژغورل، د طبیعي پېښو د زیانونو کمښت، له جګړې د وتلو کسانو د ژوند ښه والی او د مور او ماشوم روغتیا ده.
د بېسلي په وينا، په تېرو دو کلونو کې د خوړو د نه خوندیتوب ۴۰ سلنه ډېروالی ډېر بد دی، دا په ټوله کې ښه وضعیت نه دی، زه له اروپایي هېوادونو، امریکا او نورو مرسته کوونکو غواړم چې د حالت بدلون ته عملي او ګټورې هڅې وکړي. که دوی څه ونه کړي، پایله به ډېره خرابه وي او د کډوالۍ لامل به شي.
افغانستان کې هم څو ادارې د خوړوخوندیتوب ته کار کوي چې لویه هغه یې د کرنې او مالدارۍ وزارت دی. د دغه وزارت ویاند اکبررستمي وایي، دوی سره د خوړو د نه خوندیتوب کره شمېرې نشته، خو وایي حکومت دې برخه کې ګټور پروګرامونه لري.
ښاغلی رستمي وايي، "دا راپور د خوړو نړیوال سازمان له خوا خپور شوی دی، دغه راپور مخکې له دولتي ادارو سره نه دی شریک شوی، معلومه هم نه ده چې کره به وي او که نه؟ د افغانستان ادارې له هغې ډلې د کرنې وزارت هر کال د خوړو خوندیتوب ته پروګرامونه لري".
امریکا، جرمني، استرالیا، جاپان، سویلي کوریا او یوشمیر نور هېوادونه د خوړو نړیوال سازمان ستر مرسته کوونکي دي. د دغه سازمان مسئولین وایي، افغانستان کې ناامنۍ او له همدې امله لرو پرتو سیمو ته د مرسته کوونکو ادارو نه لاس رسی، هغه ننګونې دي چې دوی ورسره مخ دي.
که څه هم د دغې ادارې کارکوونکي د حکومت د مخالفو ډلو له خوا هدف نه دي، خو کله نا کله د دوی د مرستې کاروانونه په جګړه کې ګیر پاته کېږي، پر ماین الوزي او یاهم د نامعلومه وسله والو له خوا برمته کېږي.
 
https://avapress.com/vdcg7q9qnak93z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته