د افغانستان د صادراتو ملي ستراتېژي تېره ورځ د اقتصاد د عالي شورا لهخوا تصویب شوه.
قوقندي: د افغانستان د صادراتو ملي ستراتېژي تصویب شوه
15 حمل 1397 ساعت 13:12
د افغانستان د صادراتو ملي ستراتېژي تېره ورځ د اقتصاد د عالي شورا لهخوا تصویب شوه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې ستراتېژۍ کې د تولیداتو پیاوړتیا، د محصولاتو کیفیت، د پانګې اچوونې لپاره د اسانتیاوو برابرول، له بازاره ډېر ملاتړ او اقتصادي پراختیا شامله ده.
ده وویل، وچه او تازه مېوه، سبزي، زعفران، غالۍ، قیمتي ډبرې او کاڼي هم پهدې ستراتېژۍ کې په پام کې نیول شوي.
قوقندي وایي چې لهدې سره به د افغانستان صادرات چې تېر کال ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدل، په روان کال کې له یو میلیارد ډالرو څخه هم زیات شي.
د مطلب کود: 161194