دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۶
د مطلب کود : 161221
حکومت دې د ولسي وګړو په منځ کې خپل مخالفین نه په نښه کوي
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ له حکومت او وسله‌والو مخالفینو غواړي چې نور دې د ولسي وګړو په منځ کې د خپل دښمن له په نښه کولو ډډه وکړي.


د کندوز په دشتې ارچي ولسوالۍ کې د تېرې دوشنبې په ورځ د دستار بندۍ په مراسمو د هوایي برید د پراخې مرګ ژوبلې څخه ښکاري چې حکومت د ولسي وګړو  د ژوند په بیه او د هغوی په منځ کې خپل مخالفین په نښه کړي دي.
 که څه هم د دغه بريد د قربانیانو کره شمېرې لا ندي څرګندې شوې؛ خو حکومتي چارواکي وايي چې ګواکې دوی خپل مخالفین له منځه وړي دي، او یواځې ۸ ملکي کسان وژل شوي او نیږدې شپېته ټپیان دي.
خو ګروپ ته ځېنې تایید شوي رپوټونه ښيي چې مرګ ژوبله تر دې څو چنده لوړه ده، او د شاوخوا ۵۰ ملکي وګړو وژل کېدل د ولایتي شورا او  خلکو له لوري تایید شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ له افغان حکومت او د هغوی له نړیوالو ملاتړو په کلکه غوښتنه کوي چې په هغه ځایونو کې دې خپل دښمن موخه نه ګرځوي چې ملکي وګړي  په کې زیانمنیږي.
همداراز د حکومت له وسله‌والو مخالفینو غواړو چې ولسي وګړي دې خپل سپر نه ګرځوي او په هغه غونډو کې د هغه له ګډون څخه ډډه وکړي چې ملکیان ورځي.
همدارنګه وسله وال طالبان دا نه مني چې ګواکې په دغه هوايي برید کې د دوي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو  د حکومت خپره شوي ويډیو ښه يي چې د پېښې په ځای کې وسله‌وال طالبان تر سترګو کیږي، او  له هوا پرې بریدونه کیږي.
که څه هم دواړه لوري ((حکومت او وسله‌وال طالبانو)) بیا بیا ولسي خلک په نښه کړي؛ خو وروسته یې له مسوولیت اخیستلو هم ډډه کوي، چې دا کار د عقدو  او جګړې ته د توجهیاتو پيدا کولو پرته بله مانا نه لري.
CPAG له ملگرو ملتونو او نړوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په جګړه کې پر ښکيلو غاړو فشار راوړي چې د ولسي مرګ ژوبلې مخنيوی وکړي.
همداراز د ملکي وګړو د خوندیتوب اداره سپارښتنه کوي چې ولسي وګړي دې په جګړه کې د ښکيلو غاړو له غونډو، هغوی ته د ځای او پنا ورکولو څخه ډډه وکړي، چې دا ګام به په اسانۍ سره د ملکي وګړو مرګ ژوبله راټيټه کړي.
ګروپ ته داسې اطلاعات هم را رسېدلي چې د کندوز د خونړي برید پر مهال ، ولسي وګړي غونډې ته د ورتګ په موخه مجبور کړل شوي وو؛ خو ددې خبرې پخلۍ لا د ازادو سرچېونو له لوري ندی شوی، که چېرته ثابته شي چې دې غونډې ته ولسي وګړي په زور ور بلل شوي نو باید دا مورد هم د نړیوالو بنسټونو او د بشر حقونو فعالان په بې پرې ډول وڅيړي.
 
https://avapress.com/vdcirzazzt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته