دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۶
د مطلب کود : 161224
پولیسو تیره اونۍ ۹۶ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې پولیسو د روان کال د حمل میاشتې له اتمې څخه تر څوارلسمې نیټې پورې، د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد ۹۱ عملیات ترسره کړي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت د مطبوعاتو او عامه اړیکو آمر اسدالله‌ یادګاري امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۹۶ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیول شوي او د پلټنو لپاره څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.
د ښاغلي یادګاري پر وینا، په نیول شوو کسانو کې لوی او کوچني قاچاقبران شامل دي، چې ځینو یې په کور دننه او ځینو نورو یې له افغانستان څخه بهر مخدره مواد قاچاق کول.
هغه دغه راز وویل، چې پولیسو له دغو کسانو څخه څه باندې ۳۲ ټُنه بیلابیل ډوله مخدره مواد هم ضبط کړي، چې په کې هیروئين، مورفین، اپین، چرس، الکولي مشروبات، ک - ټابلیټ او کیمیاوي مواد شامل دي.
ښاغلي یادګاري زیاته کړه، چې له نیول شوو کسانو څخه لس عرادې موټر، ۳۶ ګرځنده ټیلیفونونه او ۵۶۵ امریکايي ډالر هم ترلاسه شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb58b8arhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته