په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا شل زره افغان کډوال پرته له قانوني اسنادو ترکیې هیواد ته ور اوښتي دي.
تیرو دریو میاشتو کې شل زره افغانان ترکیې ته اوښتي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 حمل 1397 ساعت 14:47
په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا شل زره افغان کډوال پرته له قانوني اسنادو ترکیې هیواد ته ور اوښتي دي.
د ترکیې د ملي امنیت ریاست په وینا هر ورځ نږدی پنځه سوه افغان پناغوښتونکي ترکیې ورځي.
همدارنګه د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي چې د ۲۰۱۸کال له پیل څخه د مارچ تر اولسمې نیټې پورې اته سوه اوه څلویښت افغان پناغوښتونکي چې اسناد نلري د ترکیې امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي.
د مطلب کود: 161263