کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سوریی څخه د امریکایی سرتیرو ایستلو فیصلي څخه ټرمپ تیر شو

16 حمل 1397 ساعت 16:34

ټرمپ د امریکا ولسمشر خپل هغه فیصله څخه تیر شوي چی ګواکی سوریی څخه به امریکایی سرتیری وباسی.


د امریکا ولسمشر ویلی وو چی د سوریی څخه به امریکایی سرتیری وباسی، خو سیمه‌ییزو سیاستونو او د سخت دریځو ډلو پر ضد د جګړې د دوام له امله له خپلې دې پرېکړې تېر شوی دی.
په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په سوریه کې د داعش پر ضد د جګړې پای ته رسېدل له دې هېواد څخه په تېزۍ سره د سرتېرو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دلیل باله، د واشنګټن متحدانو او امریکايي مقاماتو د نوموړي له دې پرېکړې سره کلک مخالفت څرګند کړ.
د داعش پر ضد په نړیوال ائتلاف کې د امریکا استازي باریت مکګورک فرانس پرس اژانس ته وویل په سوریه کې د متحده ایالاتو مأموریت پوره شوی نه‌دی او دوی به دغلته خپل مأموریت بشپړوي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر رکس ټېلرسن مخکې له دې چې له دندې لیرې شي، هم ټینګار کړی و چې امریکا باید پر سوريې خپل پوځي فشار پر ځای وساتي.
ټېلرسن ویلي وو له سوريې نه په مکمله توګه د امریکا وتل به یو ځل بیا د سوريې ولسمشر بشار اسد ته زمینه برابره کړي چې د خپلو خلکو پر ضد وحشي اعمال ترسره کړي.
دا وخت د سوريې د شمال د منبیج ښار په ګډون کې په دې هېواد کې شااوخوا درې زره امریکايي سرتېري ځای پر ځای دي.


د مطلب کود: 161275

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161275/سوریی-څخه-د-امریکایی-سرتیرو-ایستلو-فیصلي-ټرمپ-تیر-شو

آوا
  https://www.avapress.com